په خېبر کې ځانمرګي برید ۱۱ تنه وژلي دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د قبایلي سیمې خېبر په وزیر ډنډ کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او تر ۲۰زیات یې ژوبل کړي دي.
مرستیال پولیټېکل اجنټ وايي د ځانمرګي برید هدف په سیمه کې د کسټم یوه وړوکي پوسته وه.
چاودنه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې او ولسي خلکو ته یې هم د سر او مال زیانونه اړولي دي.
ټپیان د حیات اباد کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي.
په دې اړه د فرهار شینواري ویډیو وګورئ.