تاشقند تړون مهال د هند وزیر اعظم لال بهادر شاستري مړینه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان او هند ترمينځ په ۱۹۶۶ کې د جنورۍ پر ۱۰مه نېټه د پخواني شوروي اتحاد په کوربه توب د سولي يو تړون وشو چې د تاشقند تړون په نوم ياديږي. خو د د هند وزیر اعظم لال بهادر شاستري د هغې غونډې مهال ومړ چې مړی یې له تاشقند هوايي اډې خپل هېواد هند ته وړل کېږي.
د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۶۵ م کال جګړه ونښتله چې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون د امريکا، پخواني شوروي اتحاد ترڅنګ د ځینو نورو هېوادونو په هڅو اوربند وشو.
د تاشقند په څلور ورځنيو خبرو اترو کې د پاکستان استازيتوب د هغه وخت پوځي ولسمشر جنرال ايوب خان او د هند له لورې د هغه هېواد لومړي وزير لال بهادر شاستري وکړ.
په تړون کې راغلي ول هند به د پاکستان قبضه شوې سيمې پرېږدي او دواړه هېوادونه به هغو سيمو ته بېرته ګرځي چې تر جنګ له مخه ورسره وې، دارنګه د تړون له مخې دواړه هېوادونه وتړل شول چې د يو بل په کورنيو چارو کې به مداخله نه کوي. دپلوماتيکې او اقتصادي اړيکي به بحالوي، جنګي بنديان به سره تبادله کوي او د پاکستان او هند مشران به دوه اړخيزه اړيکي ښه کوي.