سپینه ماڼۍ وایي، لومړني ثبوتونه ښي چې د شمالي کوریا د هایډروجني بم ازموینه بریالۍ نه وه.
سپینه ماڼۍ وایي، لومړني ثبوتونه ښي چې د شمالي کوریا د هایډروجني بم ازموینه بریالۍ نه وه.
دا له هغه وروسته ده چې دې هېواد د یاد بم د بریالۍ ازموینې اعلان وکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنست وویل، د دې سربیره شمالي کوریا د ملګرو ملتو د ا منیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه کړې ده:
ده وویل،لومړنۍ ارزونې له هغه څه سره سمون نه خوري د کوم چې شمالي کوریا ادعا کړې ده.
جوش ارنسټ وویل ، د شمالي کوریا دا ګام پارونکی او د ملګرو ملتونو له یو شمېر قراردادونو په څرګنده سرغړونه ده.
نوموړي وویل چې شمالي کوریا د نړۍ یو له تر ټولو ګوښه کړل شوی هېواد دی او د هغوی دا یوازیتوب له دې ګام سره لا پسې زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چارشنبې په ورځ د شمالي کوریا تر دې اعلان سم دستي وروسته بېړنۍ غونډه وکړه ، د دې هیواد دا کار یې وغاندی او پر ضد یې د نویو بندیزونو راوړلو هوډ څرګند کړ.