پاکستان د سعودي - ایران پر کړکېچ اندېښنه ښودلې

پاکستان وايي د سعودي او ايران تر منځ پر روان کړکېچ ډېر اندېښمن دی او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په کړکېچ کمولو کې مثبت رول ولوبوي.

پاکستان وايي د سعودي او ايران تر منځ پر روان کړکېچ ډېر اندېښمن دی او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په کړکېچ کمولو کې مثبت رول ولوبوي.

دا خبره په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز د دوشنبې پر ورځ د دې هېواد پارليمان ته د وينا پر وخت وکړه.ده وويل:

((موږ هيله لرو چې داوړه هېوادونه به ژر د خبرو اترو له لارې اړيکې بيا ورغوي. په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې ناامني ده، د اسلامي هېوادونو د سازمان او د اسلامي نړۍ تر منځ تقسيم د سيمې د امن او ثبات لپاره ښه پېغام نه لري. پاکستان به د اسلامي هېوادونو د سازمان د يو مهم غړي او د سعودي او ايران د ملګري په حېث هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ فاصلې کمې کړي او اړيکې ښې کړي.))

نوموړي زياته کړه که څه هم د سعودي او ايران تر منځ په سيمه کې نيابتي کړکېچ له مودې راهيسې روان دی خو د سختدريځې مفکورې او د داعش او نورو ترهګرو ډلو رامنځ ته کېدو حالات ډېر زيات کړکېچن کړي دي.

سعودي د جنوري پر دوهمه د شېخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړل چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور ورته کړ. تر دې ګام وروسته سعودي له ايران سره خپلې سفارتي اړيکې پرې کړې.

ورپسې بحرېن، سوډان او کوېت هم له ايران سره د سفارتي اړيکو پرېکولو او متحده عرب اماراتو بيا د کمولو اعلان وکړ.