د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پانګه به چېرته لګېږي؟

دا د 56.7 اربه ډالرو پروژه ده چې په کې تر ټولو زيات33.8 اربه ډالره د توانايي، 5.9 اربه ډالره د سړک، 3.7 اربه ډالره د رېل پټلۍ او ګوادر لپاره 0.7 اربه ډالره دي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د تيرکال د دسمبر پر دېرشمه د بلوچستان په ژوب سیمه کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د ګوادرــ کاشغر اقتصادي راهدارۍ د لوېدیځې لارې پرانستنه وکړه.

خو په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو کارپو اکرام هوتي وايي د کاشغر/ګوادر اقتصادي راهدري په اصل کې سړک او ريلوې پټلۍ ده چې چين د خپلې صوبې له سنکيانکه د پاکستان تر ګوادرهاو بيا منځنۍ اسيا ته رسول غواړي خو د ده په خبره مسله دا ده چې د پاکستان د ټولو صوبو زياتره خلک او سياستوالان وايي چې د راهدرۍ زياتره برخه دې د دوې له سيمو تيره کړل شي. اکرام هوتي وايي د پاکستان دننه په اقتصادي لار به شا و خوا دولس اربه ډالره خرچه راځي.

بلخوا د پيښور يونيورسټۍ د اقتصادي زده کړو څانګې استاد ظهور خان وايي د کاشغر ـــ ګوادر اقتصادي راهدرۍ لاره شپږ رويه ده چې پکې سړک، رېلوې پټلۍ، اپټيک فايبر او د انرژۍ نللیکې راځي.

ظهور وايي دا د 56.7 اربه ډالرو پروژه ده چې په کې تر ټولو زيات33.8 اربه ډالره د توانايي، 5.9 اربه ډالره د سړک، 3.7 اربه ډالره د رېل پټلۍ او ګوادر لپاره 0.7 اربه ډالره دې. د ده په خبره که څه هم د نمر او هوا نه به توانايې پيدا کولې شي خو تر ټولو زيات کار به پر دې کيږي چې له کويلي څنګه توانايې ترلاسه کړل شي. ظهور وايي د راهدرۍ پروژې ترمخه توانايې به د پاکستان پر زمکه پيدا کيږي او هم د دې هيواد دننه به کارول کيږي.

ظهور زياتوي که د ګوادر کاشغر پروژه کاميابه شوه نو له دې به دومره توانايې پيدا کيږي چې پاکستان يې بيا نورو هيوادونو ته هم ورکولې شي. همداراز څرګندونې په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو کارپو اکرام هوتي وايي چې له اقتصادي کاريډوره به يواځې د پاکستان شا و خوا پنځه کروړه خلکو ته ګټې ورسيږي.

د کاشغر --ګوادر اقتصادي راهدارۍ د لوېديځې لارې پرانسته پر داسې مهال کېږي چې لا هم ملتپاله ګوندونه او د مدنې ټولنو غړي نيوکه لري چې اقتصادي راهداري يوازې د سړک نوم نه دی بلکې په دې کې موټر وې، د تېل او ګېس نلليکه، فايبر اپټیک کېبل، تجارتي مرکزونه او صنعتي زونونه شامل دي. دوی له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې د اقتصادي راهدارۍ دغه شپږ واړه جزيات دې پر لوېديځې لارې جوړ کړل شي.