"پښتونخوا حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک ويلي دي چې صوبايي حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي او که مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د کوریډور لاره د خېبر پښتونخوا نه د تېرولو اجازه ورنکړي. دا خبرې نوموړي نن په پېښور کې د مدنې ټولنې پښتونخوا ولسي تحریک تر سیوري لاندې د کاشغر ګوادر اقتصاديراهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.