پښتانه ځوانان په ۲۰۱۶م کال کې د پوهې راوستو ژمنتيا ښيي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې مو له ځوانانو سره په ۲۰۱۵م کال کې د هغو په لاسته راوړنو او د ۲۰۱۶م کال په پلانونو خبرې کړي. په دې پروګرام کې زموږ سره ګډونوال په لاندې ډول وو. له کابله ګلالۍ حېدري، له پېښوره ثنا اعجاز، له کندهاره مطيع الله ويسا، له سوهېلي وزيرستانه رضا دوتاڼی، له سواته نيلم چټان او له لندنه شکرالله لودين. دا ټول ځوانان وايي، په ۲۰۱۶م کې به د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته پښتانه له جنګه راګرځوي او قلم او کتاب به ورکوي.