پارلېماني استازي د قبایلو اصلاحاتو په اړه مختلف دریځونه لري

پراګ - څو ورځې مخکې د قبایلي سیمو اصلاحاتو لپاره د حکومتي کمېټۍ غړي او وفاقي وزیر زاهد حامد مشال راډيو ته ویلي ول چې د هغو سیمو اییني او قانوني حیثیت په اړه یې په پارلېمان کې د قبایلو له استازو سره مشورې بشپړې کړې دي او اوس به هغو سیمو ته ځي.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه د اصلاحاتو حکومتي کمېټۍ مشر او د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته همدا خبره تکرار کړه او ویې ویل چې اوس به په قبایلي سیمو کې جرګې کوي او د هغو سیمو راتلونکي اییني حیثیت په اړه به وفاقي حکومت ته وړاندیزونه او سپارښتنې کوي.

نن مو هڅه کړې چې د دې حکومتي کمېټۍ رول او د پارلېمان له غړو سره د مشورو موضوع نوره وڅېړو. پر دې راسره د خبرو لپاره د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو څلور استازي مېلمانه دي.

سېنېټر سجاد حسین توری، سېنېټر هدایت الله، سېنېټر اورنګزېب خان او د قامي اسمبلۍ غړی قیصر جمال مو ننني مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلو پارلېماني استازي د اصلاحاتو په اړه بېلا بېل نظرونه لري