د بلوچستان امنيتي چارواکي وايي چې د شنبې پر ورځ په کوټه کې پر ايف، سي ځواکونو يو بريد کې يو سرتيری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
د ايف سي ځواکونو يو وياند نن مشال ريډيو ته وويل چې د پاتو دريوو زخمي کسانو حالت بد نه دی.
تحريک طالبان پاکستان مطبوعاتو ته په ليږلي ايميل کې د کوټې د بريد تر څنګ په کراچۍ کې نن د يو ريټايرډ ميجر د وژنې او د پيښور فقير اباد کې د پوليسو يو مرستيال مشر د زخمي کولو زمه واري منلي ده.