افغان حکومت له طالبانو سره د سولې بهیر بیا پیلوي

د افغانستان حکومت سلا شوی دی چې له طالبانو سره د خبرو اترو ولاړه پروسه بیا پیل کړي.

د افغانستان حکومت سلا شوی دی چې له طالبانو سره د خبرو اترو ولاړه پروسه بیا پیل کړي.

دا خبرې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د چارشنبې په ورځ د اسیا زړه نومي کنفرانس له پایه وروسته په اسلام اباد کې د پاکستاني وزیراعظم د امنیتي او بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره کډې خبري غونډې ته کړې دي.

صلاح الدین رباني په کنفرانس کې د افغانستان په اړه شویو بحثونو ته په اشاره وویل

(( پر کوم څه چې بحث وشو په هغه کې یو هم د سولې او روغې جوړې پروسه وه. په دې کې د سیمې ټولو هیوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان اتحادیانو لکه امریکا، چین او پاکستان رضامندي وښودله چې له افغانستان سره به د سولې راوستو په لړ کې همکاري کوي. موږ هیله لرو چې دا خبرې اترې به ژر تر ژره پیل شي او د سولې لپاره کېدونکې دا هڅې به رنګ راوړي))

صلاح الدین رباني وویل، لومړی باید د خبرو اترو پروسه پیل شي او له هغه وروسته به پر دې خبرې کېږي چې افغان حکومت او طالبان څه غوښتنې او شرطونه لري.

بل پلو افغان ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ماښام د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره په اسلام باد کې لیده کاته کړي او د سولې د خبرو بیا پیلېدو پر لارو چارو یې ورسره خبرې کړې دي.