د شوکت پنیال خبرې، شپېلۍ او د پوکي نور سازونه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په نننۍ خپرونه کې مو له پېښور مېشتي هنرمند شوکت پنیال سره خبرې کړې دي چې د پوکي یو شمېر سازونه غږوي. د ده په خبره، پلار یې غوښتل چې دی بل هنر زده کړي خو ده ټینګار وکړ چې د پوکي سازونه به زده کوي. د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.