مولانا ګل نصیب : د ترهګرۍ خلاف د پاکستان کړنلاره ناکامه ده

د پاکستان جمیعت علما اسلام ګوند یو مشر مولاناګل نصیب خان

د جمیعت علما اسلام د خیبر پښتونخوا مشر او پخوانی سناتور مولانا ګل نصیب خان وايي د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا د ترهګرۍ خلاف ، د نیشنل ایکشن پلان کړنلاره ناکامه ده .

د ترهګرۍ خلاف د پاکستان کړنلاره ناکامه ده، دوی په دې لاره کې مخلص نه دي، ځکه خو کامیابي نه ترلاسه کوي.
مولانا ګل نصیب خان

نوموړي د مشال راډیو خبریال خالدخان ته په مشال مرکه کې وویل ، له دغې کړنلارې سره ترهګري کمه شوې نه بلکه زیاته شوې ده. نوموړي د پاکستان په حکومت تور پورې کړ چې دوی په دې لاره کې مخلص نه دي او واګي یې د بل چا په لاس کې دي نو ځکه د ترهګرۍ پرضد کوټلي او عملي ګامونه نشي پورته کولی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مولاناګل نصیب خان په مشال مرکه کې

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې مولانا وویل د پاکستان په مدرسو کې د اصلاحاتو د راوستلو اړتیا نشته. دی وايي حکومت دې د ترهګرۍ خورونکیو عناصرو پرضد اقدامات وکړي نه دا چې مدرسو ته ګوته نیسي.

مولانا ګل نصیب خان د قبایلي سیمو د حیثیت د بدلون او هلته د ممکنه اصلاحاتو په اړه هم خبرې وکړې چې ددې اونۍ په مشال مرکه کې یې اوریدلای شئ.