“د قبایلي سیمو اییني حیثیت په اړه دې ټولپوښتنه وشي”

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جمیعت علمای اسلام (س) مشر مولانا سمیع الحق ویلي، د قبایلي سیمو اییني حیثیت بدلولو لپاره دې په هغو سیمو کې ټولپوښتنه یا رېفرنډم وشي. نوموړي نن(چارشنبه) په پېښور کې د قبایلي جرګې مشرۍ پر مهال وویل، دوی په جرګه کې سلا شول چې لومړی دې د قبایلي سیمو بې کوره کړل شوي خپلو کلیو کورونو ته ستانه کړل شي. مولانا سمیع الحق زیاته کړه چې د قبایلي سیمو اییني حیثیت په اړه د روانو بحثونو له کبله د کډوالو بحالۍ موضوع له پامه پرېوتې ده. په دې اړه د غلام غوث ویډیو وګورئ.