“ځوانان دې د سولې راوستلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي”

افغان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د سولې د راوستلو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي او ولس دې په زغم سره د نتایجو انتظار وکړي.

دی وايي د سولې د راوستلو لپاره د زاریو او ننواتونه کار نه اخلي بلکه په قوي هوډ او لوړ مورال د سولې پروسه پر مخ وړي.

د افغان ولسمشر لخوا دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته مثیت ځواب ویلی دی، خو لا هم په هیواد کې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ کې د طالبانو ډله، داعیش، حقاني شبکه او یو شمېر نورې ډلې د حکومت پرضد جګړه کوي.