پاکستان يو وار بيا ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په بېرته پيلولو کې مرسته کولای شي.
پاکستان يو وار بيا ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په بېرته پيلولو کې مرسته کولای شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې وايي، د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز دا څرګندونې د جمعې پر ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي نيکولس هايسم سره د ليدنې پر مهال وکړې.
سرتاج عزيز ويلي دي چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات ضروري دی.
نوموړی ټينګارکړى چې هېواد يې چمتو دى د افغانستان د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره له نړېوالې ټولنې سره يوځاى کار وکړي.
په روان کال کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې خبر تر راتلو وروسته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ځنډېدلي دي.