بلوڅ بېلتونپالی سیاستوال براهمداغ بګټی وايي، له پاکستاني پوځ پرته بل له هېچا سره خبرو اترو ته تیار نه دی.
دا خبره نوموړي د پنجشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړه.
د بلوچستان رېپبلېکن ګوند سوېټزرلینډ مېشتي مشر براهمداغ بګټي وویل، د بلوچستان له اعلا وزیر ډاکتر مالک بلوڅ سره یې لیدلي خو ورسره یې هېڅ رسمي خبرې نه دي کړې.
ده هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې ګواکې د بلوچستان ازادۍ له غوښتنې او دریځه په شا شوی دی. د پاکستان حکومت د بګټي دې څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.