پېښور: د چاپخانو مالکانو مظاهره وکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د کتابونو د چاپخانو مالکانو او کارکوونکو د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزارت پر ضد احتجاج کړی دی. د سېشنبې په ورځ ناوخته د پېښور مطبوعاتي مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال دې کسانو مشال راډیو ته وویل چې د کتابونو د چاپ په اړه د خېبر پښتونخوا د حکومت نوې تګلارې دوی اغېزمن کړي دي. دوی وايي چې اوس له پنجابه سرمایه کاران د ټیکو ترلاسه کولو لپاره هلته ورځي. په دې اړه د غلام غوث ویډیو وګورئ.