صوبايي او مرکزي حکومت به په ګډه له زلزله ځپلو سره مرسته کوي

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف نن (چارشنبه) په پېښور ګورنر هاوس کې خبریالانو ته وویل چې صوبايي او مرکزي حکومت به په شریکه له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف نن (چارشنبه) په پېښور ګورنر هاوس کې خبریالانو ته وویل چې صوبايي او مرکزي حکومت به په شریکه له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.

په دې موقع د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي او وزیر اعلی پرویز خټک هم موجود وو.

ده وویل زلزلې په خیبر پښتونخوا کې ۲۰۸ کسان مړه کړي او په فاټا کې یې ۲۹ کسان مړه کړي دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به شپږ لکه روپۍ ورکول کېږي، هر زخمي ته به سل زره روپۍ او د چا چې کور وران وي هغه ته به دوه لکه روپۍ ورکول کېږي.

نوموړي وویل دی به د چترال ضلعې څخه هم نن لیدنه کوي.

ده پرون د شانګلې ضلعې دوره هم کړې وه.چیرته چې زلزلې خلکو ته په لویه پیمانه د سر او مال زیانونه اړولي دي.