په شام کې د جګړې د ختمولو په اړه خبرې بیا پیلېږي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې پر ورځ ويلي دي چې ممکنه ده په شام کې د روانې شخړې د ختمولو لپاره وړاندې خبرې اترې د روانې میاشتې پر ۳۰ نیټه وشي چې پکې به اخیري ایران هم شامل شي.

نوموړي زیاته کړې چې په داسې حال کې امریکا د مذاکراتود دویم پړاو د شورو کولو هڅې کوي، د دوی په فکر په شام کې د سیاسي انتقال سر ته رسولو لپاره به په وړاندې مرحلو کې له ایران سره خبرو ته اړتیا پیښیږي.

هلته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دروانې میاشتې په ۲۳ مه نیټه په ویانا کې د روس، سعودي عرب اوترکي د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په شام کې د سیاسي جوړ جاړي په هکله خبرې اترې وکړې چې پکې د شام د ولسمشر بشارالاسد د مستقبل په سر د اختلاف له وجې ډېر لږ پرمختګ شوي دي.