نواز شریف: پاکستان نشي کولای چې طالبان هم ووژني او هم یې خبرو ته حاضر کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ويلي ، پاکستان نشي کولای چې پر یوه وخت طالبان هم ووژني او هم يې خبرو اترو ته حاظر کړي. وزيراعظم نواز شريف دا څرګندونې د جمعې په ورځ د امریکا د سفر پر مهال په واشنګټن کې د سولې په انسټيټويټ کې یو غونډې ته د وینا په ترڅ کې کړې دي. وزیراعظم نواز شریف زیاته کړې چې ده افغان ولسمشر اشرف غني ته ويلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په بحالولو کې مرسته کولو ته تيار دی. د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په خپله وينا کې د دې خبرو په اړه نور وضاحت ورنه کړو خو دا له هغه وروسته ده چې امریکا له پاکستانه وغوښت چې په هېواد دننه د طالبانو مرکزونه له منځه يوسي. تر دې يوه ورځ مخکې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د امریکا ولسمشر بارک اوباما له يو بل سره تر لیدو وروسته له طالبانو غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره نيغ په نيغ خبرو ته کيني. د افغانستان او امریکا چارواکي باور لري چې که پاکستان غواړي نو په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولای شي. افغان ولسمشر اشرف غني په وار وار ویلي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې له څه باندې یوې لسیزې راهسې نا اعلان کړې جګړه جاري ساتلې ده. د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي چې د افغان ولسمشر اشرف غني له دې څرګندونو هدف دا دی چې ګواکې پاکستان د افغان حکومت پر وړاندې د جګړه کوونکو طالبانو تر شا ولاړ دی. خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې نه یوازې په خپله د ترهګرۍ ښکار دی بلکې ادعا کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلو ځلو ته هم ژمن دی. په دې اړه د ملالۍ بشیر رپوټ دلته واورئ