خېبرپښتونخوا: په سلګونو سکولونه تړلي پراته دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا په کلیوالو سیمو کې اوس هم په سلګونو سکولونه تړلې پراته دي او په زرګونو زده کوونکي او په خاص توګه جینکۍ د زده کړو بې برخې دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر دغه موضوع بحث کوو. په خپرونه کې راسره د صوبې د اسمبلۍ غړې سید جعفرشاه،د جینکو د حقونو دفاع کوونکې نیلم ابرار چټان او په پاکستان کې د ملالې فنډ استازې احمد شاه برخه اخلي. کوربه شاهین بونیری دی.