په پاکستانیو مدرسو کې اصلاحات

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان د حکومت لخوا په مدرسو کې د اصلاحاتو معرفي کولو پر موضوع بحث شوی دی. د پاکستان اوسني مرکزي حکومت په دې هيواد کې په مدرسو کې د اصلاحاتو لپاره په اقداماتو پېل کړی دی چې مهم ټکي يې د مدرسو نومليکنه، نصاب او مالي مرستې دي. که څه هم تر دې وړاندې هم تېرو حکومتونو په مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کړې وه خو دا ځل حکومت په دې لړ کې د جدي تګلارې خپلولو خبره کوي. دا خپرونه ستاسو لپاره احمدشاه اعظمي جوړه کړې ده. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.