د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش وسله والې ډلې پنځه مهم غړي وژل شوي ډي.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د داعش وسله والې ډلې پنځه مهم غړي وژل شوي ډي.
د ننګرهار د اچين ولسوالۍولسوال حاجي محمد غالب مجاهد بېګا مشال راډيو ته وويل چې بې پیلوټه الوتکې د داعش دا غړي د سیشنبې په مازیګر د پيښې په سيمه کې وژلي دي.
حاجي محمد غالب مجاهد وايي، لومړني مالومات ښييچې په وژل شويو کې د داعش ډلې پينځه تنه لوړ پوړي مشران وژل شوي دي.
وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د افغانستان د کندز امنیتي چارواکي وایې چې د دې ولایت چهار دره ولسوالۍ یې بیرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.
د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې تیره شپه له دریو لورو پر ولسوالۍ عملیات وشو چې په نتیجه کې یې وسله والو طالبانو ولسوالۍ پریښوده.