افغان کډوال شکرالله لودین اوس د برتانیا استازی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پراګ: د مشال راډیو د دې اونۍ د اونیزې خپرونې – د ځوانانو غږ – مېلمه مو د افغانستان د جلال آباد نولس کلن ځوان شکرالله لودين وو چې اوس د بریتانیا په لندن کې ژوند کوي. شکرالله لودين په دیارلس کلنۍ کې د یو کډوال په توګه برتانیا ته تللی وو خو اوس د اروپا د ځوانانو په پارلېمان کې د برتانيا استازيتوب کوي. نوموړی د دې تر څنګ په برتانیا کې د کارګر ګوند یا لېبر پارټۍ د ځوانانو د امن سفیر هم دی او اوس مهال د سياسياتو او نړيوالو اړيکو په څانګه کې زده کړې کوي. شکرالله لودین یو شمېر نورې لاسته راوړنې او پلانونه هم لري. د مشال راډیو اسرارعالم مومند – د ځوانانو غږ – خپرونه کې له شکرالله لودین سره ږغېدلی دی.