'د ولي خان پوهنتون مشر ډاکټر احسان علي دې خوشې کړل شي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن «جمعه« په چارسده کې د باچا خان پوهنتون استادانو او زده کونکو د مردان د عبدلولي خان یونیورسټۍ مشر ډاکټر احسان علي د نیونې خلاف احتجاج کړی دی. احتجاجیانو د هغه د خوشې کولو تر څنګ استادانو ته د درناوي ورکولو مطالبه کړې ده. د پاکستان احتساب ادارې نېب د درغلیو په تور د داکټر احسان علي په ګډون د پښتونخوا پوهنتونونو اوسني او پخواني مشران او د تعلیمي ادارو چارواکي نیولي دي. مظاهره کونکي وايي چې که د دوی غوښتنې و نه منل شي نو احتجاج به ټولې صوبې ته وغځوي. د مشال راډيو خبریال شبیر جان یې ویډيو کښلې