بلوچستان کې په ۹مياشتو کې ۸ زره مشکوک کسان نیول شوي

په کوټه کې د بشري حقونو د سازمان مشر طاهرحسین ايډوکېټ بیا وايي، دا چې اته زره زیات کسان نیول شوي، ايا ددې قانوني تقاضې پوره دي که یا؟ دا مالومات له هيچا سره نشته.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په تېرو نهه مياشتو کې تر اته زره زیات ترهګر، د هغوی ملګري او له بېلا بېلو وسله والو ډلو سره تعلق لرونکي مشکوکه کسان نیول شوي دي.

د صوبې کورنيو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې «نيپ» تر راتګ وروسته يې پر وسله والو او د هغوی پر پلويانو مځکه تنګه کړې ده، او تر اته زره زیات کسان يې په دې تور نیولي، چې يا خو وسله وال وو او يا هم د هغوی ملګري ول.

د بلوچستان اعلا وزیر بیا له رسنيو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان تر ټولو صوبو دوي په قامي کړنلاره کې ښه رول لوبولی او دې نيول شويو کسانو ته که په کوم جرم کې ککړ وي، له قانون سره سمه سزا به ورکول کېږي.

؛ په قامي کړنلاره کې زما په فکر موږ تر ټولو ښه رول ولوباوه. او په دې موده کې چې څومره هم کسان نیول شوي که واقعي هغوي کوم جرم کړی وي او یا هم د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ وي، نو له قانون سره سمه سزا به خامخا ورکول کېږي؛.

بلې خوا ته د په کوټه کې د بشري حقونو د سازمان مشر طاهرحسین ايډوکېټ بیا وايي، دا چې اته زره زیات کسان نیول شوي، ايا ددې قانوني تقاضې پوره دي که یا؟ دا مالومات له هيچا سره نشته.

؛ دلته په دې هیواد کې اکثره داسې کېږي، لکه اوس چې ددې اته زره کسانو د نیولو ذکر شوی دی خو ددې تفصیل يې هيڅ ورکړی نه دی، چې دا کسان څوک دي؟ څه جرم يې کړی؟ او په کوم نیول شوي دي؟ ددې هيڅ ذکر نشته. نو ځکه دا پوښتنه راپورته کېږي، چې ایا ددې کسانو د نیولو په وخت کې يې قانوني تقاضې پورې کړې هم دي او که یا؟؛.

د یادولو وړ ده چې تر هغه وروسته چې تېرکال په ډيسمبر مياشت کې د پېښور پر ارمي پبليک سکول وسله والو برید وکړ، تر هغه وروسته د پاکستان پوځي او سیاسي مشرتابه په ګډه د ترهګرو پر ضد د قامي کړنلارې اعلان وکړ، چې ددغه هيواد په شاوخوا ټولو صوبو کې د وسله والو پر ضد د لټون عمليات پېل شوو.