جان اقا الکوزی د افغانانو راټولو یو مرکزي هسته وه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ازادۍ راډيو خبریال خدای بخښلی جان اقا الکوزي له خپل درانه غږ سره سره نه یوازې دروند وطني شخصیت وو بلکې له خپلې خاورې لیرې مېشت له خپلو وطنوالو سره یې دومره مینه وله چې تر وسه وسه به یې د هغوی په خوښیو او غمونو کې ځان حاضرولو. نوموړی د ازادۍ او مشال راډيو همکارانو د راټولو مرکزي هسته وه او تل به یې د دغو دوو مسلکي ټبرونو کورنۍ او پتېره ماشومانو ته په اخترونو او نورو ملي ورځو کې د خوښۍ فرصتونه برابرول.