عثمان کاکړ: د پاکستان حکومت د اقتصادي راهدارۍ په اړه مالومات پټوي

سنېټر عثمان خان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او سنېټر عثمان خان کاکړ وايي ، د پاکستان مرکزي حکومت د چین د کاشغر او د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګوادر تر منځ تجارتي لاره د پښتنو له سیمې پنجاب ته اړولې ده.

پراګ: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او سنېټر عثمان خان کاکړ وايي ، د پاکستان مرکزي حکومت د چین د کاشغر او د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګوادر تر منځ تجارتي لاره د پښتنو له سیمې پنجاب ته اړولې ده.

سنېټر عثمان خان کاکړ د ګوادر او کاشغر تر منځ د تجارتي لارې په اړه د سېنټ د ځانګړې کمېټۍ غړی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ (نواز) ډلې په بجټ کې د دې لپاره له سره پېسې نه دي بېلې کړې چې د دې تجارتي لارې لپاره د پښتنو په وطن کې کار پیل کړي.

عثمان خان کاکړ وویل ، د پاکستان مرکزي حکومت نه یوازې په ټول ګوندیزه غونډه کې له کړې ژمنو پر شا شوی دی بلکې دا اقتصادي لار یې د پښتنو د وطن پر ځای په پنجاب کې پیل کړې ده.

ده وویل چې په پنجاب کې دا لاره په داسې چټکۍ جوړېږي چې د کال کار په شپږ میاشتې ، د شپږو میاشتو کار په درو میاشتو او د درو میاشتو کار په یوه میاشت سر ته رسوي.

سنېټر عثمان خان کاکړ دا څرګندونې د مشال راډیو له بوریوال کاکړ سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سنېټر عثمان خان کاکړ مرکه دلته واورئ