پېښور کې د ارمړو تاڼې ضد لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور ته ورڅېرمه ځايي خلکو نن د شورو ورځ د ارمړو تاڼې پولیس د هغه ادعاو پر ضد لاریون وکړ چې ویلي یې ول د وسله والو او اشتهاري مجرمانو د لټون عملیاتو پر مهال یې په ځوابي ډزو کې یو وسله وال وژلی دی. د خېبر پښتونخوا ماحولیاتو او ځنګلاتو لپاره د وزیراعلا سلاکار اشتیاق ارمړ چې د احتجاج مشري یې کوله مشال راډيو ته وویل چې پولیسو یو بې ګناه سړی وژلی دی. یاده دې وي نن سهار د وسله والو په بريد کې درې پوليس سرتېري وژل شوي او شپږ زخمیان شوي ول چې وروسته په سیمه کې د پولیس لټون عملیاتو له کبله د یوه تن وژل خلک راوپارول. د دې پیښې پړه لشکر اسلام وسله والې ډلې منلې ده.