برتانیا په ایران کې خپل سفارت پرانیزي

شاوخوا څلور کاله وروسته به برتانیا او ایران په تهران او لندن کې خپل سفارتونه بیا پرانیزي.

په ۲۰۱۱ز کال کې پر ایران د غربي بندیزونو پر ضد قهرجنو مظاهره کوونکو په تهران کې پر برتانیوي سفارت برید وکړ چې په نتیجه کې یې سفارت وتړل شو.

برتانیوي چارواکي وايي، د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هامونډ به د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په تهران کې د خپل سفارت بیا پرانیستو ته ورشي. چارواکي وايي، تهران به هم پر هغه وخت په لندن کې خپل سفارت پرانیزي.

هامونډ په څه د پاسه یوه لسیزه کې د برتانیې لومړی د بهرنیو چارو وزیر دی چې تهران ته ځي. یو شمېر اروپايي چارواکي د جولای تر ۱۴مې نېټې وروسته تهران ته تللي، پر هغې نېټې ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو اټومي تړون لاسلیک کړ.

د تړون په نتیجه کې ایران خپل اټومي پروګرام محدودوي چې په بدل کې به یې پر هغه هېواد لګېدلي اقتصادي بندیزونه نرم کړل شي.