کابل وايي، افغانستان کې ورانکاري کوونکي به وځپي

کابل - افغان حکومت وايي هره ډله چې غواړي په افغانستان کې ورانکارۍ وکړي، و به یې ځپي.

د ولسمشر یو ویاند ظفر هاشمي مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر به د ټولو هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې په افغانستان کې روانې چارې تخریبوي.

((هره ډله چې د افغانستان د خلکو پر ضد ګام پورته کړي. افغان ولسمشر به د وسله وال پوځ د اعلا قومندان په توګه هڅه وکړي چې دا ګواښ له منځه یوسي.))

ولسمشر غني د اګست پر ۱۹مه (د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په وینا کې ویلي ول چې هېڅ کس پر افغانستان خپلې غوښتنې په زور نشي منلای او د هېواد ملي امنیتي ځواکونه د خاورې ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري.

غني وویل، ګاونډیو هېوادونو اونړیوالې ټولنې ته یې هم په غوڅ ډول پیغام رسولی چې ((افغانستان د اسیا زړه دی او چې زړه ناکراره وي نو اسیا هېڅکله نشي ارامېدای)).

تر دې څو ورځې مخکې په کابل کې د بریدونو لړۍ په غبرګون ولسمشر پر پاکستان غږ (ږغ) کړی وو چې د وسله والو پټنځایونو او روزنځایونو د ختمولو په لړ کې دې خپلې وعدې عملي کړي.

غني زیاته کړې وه چې اوس هم وسله وال د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوړي او بریدونه کوي.

افغان حکومت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پر پنجشنبه یا زیارت د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم مشال راډیو ته وویل، په فاریاب ولایت کې جګړه له پاکستانیو استخباراتو سره روانه ده. ده وویل، ((زموږ جګړه د غورماچ، بالامرغاب، قیصار او المار نه ده. زموږ جګړه د پاکستان له [استخباراتي ادارې] ای اېس ای سره ده.))

ده ادعا وکړه چې په فاریاب کې د ازبکستانیو وسله والو یو مشر قاري ذبیح او د پاکستانیو استخباراتو او پوځ یو لوړپوړی افسر هم وژل شوي دي.

هلته د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت سېکرټر اعزاز احمد چودری په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسازي ته ویلي چې دا تورونه بې بنسټه دي چې ګواکې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.

پر پنجشنبه یا زیارت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هغه افغان سفیر ته وویل چی دا ډول تورونه د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او اړیکو ته زیان رسوي.

چودری ویلی، پاکستان تل هڅه کړې چې د تورونو لګولو لوبه مخه ته یونسی. هغه همدا راز موسازي ته په ګډه پوله د درې پاکستانیو ملېشه سرتېرو پر وژل کې سخت احتجاج وکړ.

پاکستان په تېرو وختونو کې هم دا تورونه ناسم بللي چې ګواکې په افغانستان کې نیابتي جګړه پر مخ وړي.