له سندرغاړي ګل نواز سره خبرې او د هغه سندرې

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو له پېښور مېشتي ځوان سندرغاړي ګل نواز سره خبرې کړې دي. دی وايي، وړوکی وو چې د سیمې سندرغاړو سندرې به یې اورېدې او له ځانه سره به یې ویلې. د ده په خبره، د هنګو اوسېدونکی دی او له هغه ځایه به پېښور ته ورته او له استاد شاه ولي سره شاګرد شو. په هغه وخت کې دی د اتم ټولګي زده کوونکی وو او سبق یې پرېښود.

ګل نواز وايي، ده به له شاه ولي استاد سره درې، څلور میاشتې تېرولې او بیا به هنګو ته ولاړ. په دې کې څو کاله تېر شول او بالاخبره د ده استاد کاناډا ته ولاړ خو د ده په خبره، زیار ایستل یې نه دي پرېښي.

دی وايي، ښه شاعري منتخبوي او هېڅ کله یې غیرمعیاري شاعري نه خوښېږي. له نوموړي سره نورې خبرې او سندرې هم د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له سندرغاړي ګل نواز سره خبرې