کابل: په افغانستان کې نن د خپلواکۍ ۹۶مه کالیزه په ټولو لویو او وړو ښارونو کې د چشن په توګه نمانځل کېږي.
افغانستان د ۱۹۱۹م کال د اګست پر ۱۹م نېټه له بریتانیا سره د تړون پر اساس د خپلواکۍ اعلان کړی وو.
افغانستان کله هم د برتانیا د برخې په توګه نه دی اعلان شوی خو د [Anglo-Afghan Treaty]په نوم دې تړون، د افغانستان مکملې خپلواکۍ ته رسمیت ورکړ.
په کابل او یو شمیر ولایتونوکې به نن رسمي محفلونه وي او په هېواد کې عمومي رخصتي ده .
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
بل پلو دافغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وسله والو ډلو ته ګواښ کړی چې له ترهګرو فعالیتونو لاس واخلي ګني د سختو نتایجو سره به مخامخ شي.
نوموړي پرون په کابل کې د هېواد خپلواکۍ د ورځې د نمانځ غونډې او یو شمير امنیتي منصوبینو ته د تمغو ورکولو په مراسمو کې دا څرګندونې کړې دي.
نورالحق علومي زیاته کړه چې ځېنې سیمه ییز هېوادونه اوس هم د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره وسله والې ډلې استعمالوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.