د طالبانو یو مشر ملا قیوم ذاکر: له ملا منصور سره اختلاف نه لرم

د افغان طالبانو يو مهم مشر ملا عبدالقيوم ذاکر وايي، په دې خبره کې هېڅ حقيقت نشته چې د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر اختر محمد منصور سره اختلاف لري.

د افغان طالبانو يو مهم مشر ملا عبدالقيوم ذاکر وايي، په دې خبره کې هېڅ حقيقت نشته چې د طالبانو له نوي ټاکل شوي مشر اختر محمد منصور سره اختلاف لري.

د ملاعمر د مړيني تصديق وروسته چې کله د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبر ورکړ چې شوری ملا اختر منصور نوی مشر ټاکلی دی نو تر دې سمدستی وروسته د کوټي شوری يو غړي ملا حسن رحماني له مشال راډيو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ده په ګډون ځينې نور مشران د ملامنصور د ټاکل کېدو مخالفه دي.

نوموړي په مخالفينو کې د ملا عبدالقيوم ذاکر نوم هم واخست. خود جمعې پر ورځ د طالبانو يو بل وياند قاري يوسف د ملا ذاکر هغه بيان مشال راډیو ته راليږلی چې وايي، د ملا حسن رحماني، ملا عبدالرزاق او ملا محمد رسول په دې خبره کې هېڅ حقيقت نشته.

نوموړي زياته کړې چې دی به په تحريک کې تر بل هر چا ښه اطاعت کوي. د ملاعمر ترمړيني وروسته په طالبان کې اختلافات ژور شوي دي.

د ملا عبدالقیوم ذاکر په هکله ویل کېږي چې هغه د طالبانو نظامي چارې سمبالوي.