سمېرا ګل د نوي کول لارښوده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په نننۍ خپرونه کې راسره له پېښوره سمېرا ګل مېلمنه ده. نوموړې په شهید بېنظیر بوټو یونيورسټۍ کې د سیاسي علومو څانګې مشره ده. هغه نه یواځې د ماسټرز او ایم فل کلاسونو ته سبق ښيي بلکې د استادانو او د زده کونکو چارو انتظام یې هم په سر دی. د سروې خپرونې کوربنه: ملیحه امیرزاده ده سمېرا په صحافت او تعلیم کې هم ډګري لري. په عملي ميدان کې هغې د پرینټ او الېکټرونیک میډ‌یا لپاره کار کړی دی. هغه د یوې انګریزي ژبې ورځپاڼې او د یو ریډیو لپاره د کار تجربه لري.