کابل: ځانمرګي برید یو کس وژلی او ۲۲ نور يې ټپيان کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کابل امنیې قومندانۍ وايي چې د کابل ښار په نننۍ ځانمرګي برید کې یو ملکي کس وژل شوی او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. دغه ځانمرګي برید نن (سېشنبه) له غرمې وروسته د هوايي ډګر پر سړک سترې محکمې او د قومونو اوقبایلو چارو وزارت ته نږدې وشوه. د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي تر پېښي وروسته خبریالانو ته وویل چې برید کوونکي یو کرولا ډوله موټر چې له چاودیدونکو موادو ډک د بهرنیو ځواکونو له کاروان سره وجنګاو. نوموړي زیاته کړه چې دپېښي ټول قربانیان ملکي وګړي دي او بهرنیو سرتیرو ته زیان نه دی رسیدلی. د دې برید مسوولیت تراوسه چاه نه دی منلی.