په کراچۍ کې سختې ګرمۍ ولې دومره ډېر کسان ووژل
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پاکستان کې په عمومي توګه په سند صوبه په تېره بيا په کراچۍ کې سږکال د ګرمۍ تودو څپو په سلګونو کسان وژلي دي.
د چارشنبې تر ورځې په ټول سند کې د ايدهي سنټر په وينا ۸۰۰ کسان مړه شوي وو چې زياتره د کراچۍ اوسېدونکي دي.
که څه هم پخوا به هم په ګرميو کې د تودو څپو له وجې په پاکستان کې خلک مړه کېدل خو سږکال دغه لړۍ بې ساري يادېږي.
دا چې د دې لاملونه څه دي؟ په سخته ګرمي کې ځان څنګه خوندي کېدلائ شي.
دا چې زيات کسان په کراچۍ کې ولي مړه شوي او مړه کېږي، د کومې طبقې خلک دي؟
دغه پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي.