د پښتونخوا ناامنیو لسګونه زره کارګران بېروزګاره کړي، لسګونه کارخانې بندې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا ګورنر په خیبر اېجنسۍ کې د باړې تړل شوې کارخانې بیا پرانیستې دي. په هغه سیمه کې له تېرې څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې وخت په وخت پوځي عملیات شوي دي چې له کبله یې نه یوازې کارخانې بلکې په مجموعي توګه پر کاروبار او سوداګرۍ ناوړه اغېز شوی دی. د خیبر پښتونخوا سوداګرۍ او صنایعو خونې (چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز) عمومي سېکرټر فقیر محمد مشال راډیو ته ویلي، د ناامنیو او پځي عملیاتو له کبله په صوبه او قبایلي سیمو کې لسګونه کارخانې تړل شوې دي. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او له ده یې پوښتلي چې د خراب امنیت له کبله څومره کارخانې تړل شوې دي؟