پکتیکا:۳۰ ماین جوړوونکي ووژل شول

د پکتیکا چارواکي وايي، د هغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰ عرب ماین جوړوونکي وژل شوي دي.

د پکتیکا ولایت ویاند مخلص افغان بېګا مشال راډیو ته وویل، دا وسله وال تېره ورځ د خوشامند په معروف خېلو کې د اېتلافي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي.

وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.