“له ایران سره به اټمي موافقه ژر ونشي”

په امریکا کې د فرانسې سفیر وایي، د نړۍ قدرتونه او ایران به ښایي ونه توانیږي چې تر ټاکلي ضرب الاجل، د جون ترپایه یوه هر اړخیزه اټمي موافقه ترلاسه کړي.

په امریکا کې د فرانسې سفیر وایي، د نړۍ قدرتونه او ایران به ښایي ونه توانیږي چې تر ټاکلي ضرب الاجل، د جون ترپایه یوه هر اړخیزه اټمي موافقه ترلاسه کړي.

ګیرارد ارود (Gerard Araud) د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د اتلانتیک شورا څیړنیز مرکز ته په خبرو کې وویل، د دې ډېر احتمال شته چې په راتلونکو څو اونیو کې یا تر هغې وروسته به یوه موافقه ترلاسه نه شي.

هغه وویل، تر اوسه ډېر تخنیکي کارونه لا پاتې دي چې باید ترسره شي په دې مانا هر هغه تفاهم هم که ترلاسه کېږي هغه به یواځې تشې خبرې وې.

په مریکا کې د جرمني سفیر پترویتیګ (Peter Wittig) وویل، که کارونه بیا هم ښه مخ ته لاړ شي پر ایران لګول شوي بندیزونه به د روان کال تر پایه لیرې نه شي.

ایران او د نړۍ شپږ قدرتونه، امریکا، روسیه، چین، بریتانیا، فرانسه او جرمني پر داسې یوې موافقې خبرې مخ ته وړي چې له مخې به یې ایران دې ته اړ کوي چې خپل اټمي فعالیتونه بند کړي چې په بدل کې به یې نړېواله ټولنه پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لرې کوي.