له خیال ګل نسیم سره خبرې او د هغه سندرې

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو د چارسدې له ځوان سندرغاړي خیال ګل نسیم سره خبرې کړې دي.

نسیم وايي، په وړوکتوب کې له کورنیو ستونزو سره مخامخ شو نو ځکه یې د سکول یا ښوونځي زده کړې ونکړې. دی وايي، ماشوم وو چې سندرې به یې ویلې.

د نسیم په خبره، استاد یې ورته ویلي ول چې باید د پښتو غزل او پښتو سندرو ته زیاته توجه ورکړي. دی وايي، تر اوسه یې درې البمونه خپاره شوي دي چې پکې یې د معیاري شاعرۍ انتخاب کړی دی.

نسیم وايي، لږې سندرې باید وویل شي خو ښې سندرې، او ښه شعرونه باید انتخاب کړل شي.

له نوموړي سره د نورو خبرو تر څنګ د ده سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له خیال ګل نسیم سره خبرې