کراچۍ: پر اسماعلییه فرقې د جندالله برید کې ۴۳ تنه ووژل شول
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان سند صوبې په مرکز او د دې هېواد په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې پر يوه مسافر وړونکي بس وسله والو بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ وبله اړولې ده.
د کراچۍ ښار د امنيتي چارواکيو په وينا، وسله والو د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ ښار په صفوره چورنګي نومي سيمه کې د اسماعيلي فرقې د لږه کيو پر يوه بس د وسله وال بريد کړى، چې په نتيجه کې تر دې دمه لږ تر لږه ٤٣ کسان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
د جندالله ډلې رسنیو ته د برید پړه پر غاړه اخیستې ده