په پښتونخوا کې د پسرلنۍ مشاعرو ارزښت او ګټې

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو درته په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پسرلنۍ او امن مشاعرې حال راوړی دی. پوښتنه دا ده چې د دې ډول مشاعرو ارزښت او ګټه څه ده؟

د خیبر پښتونخوا پېژندل شوی شاعر علي اکبر سیال وايي، په تېر او روان کال کې ګڼې مشاعرې وشوې.

د ده په خبره، ښايي د دې لامل دا وي چې پښتانه او پښتنې سیمې له ناامنۍ سره مخامخ دي او داسې ښکاري چې اوس حالات څه نا څه سم شوي دي نو ځکه دا ډول پسرلنۍ مشاعرې هم زیاتې شوې دي.

دی وايي، دا هم ښکاري چې خلک د شعر او هنر په ذریعه د ناامنۍ، وحشت او بربریت پر وړاندې مزاحمت کوي.

په سندرو امېل کې مو له نورو پوهانو سره هم خبرې کړې دي او سندرې هم درخپروو.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پښتونخوا کې پسرلنۍ مشاعره