په کوټه کې عوامي نيشنل ګوند کاربندیز اعلان کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نيشنل ګوند نن (چارشنبه) په کوټه کې کاربندیز اعلان کړی چې آل پارټيز اېکشن کمېټي او ځايي تجارانو يې هم ملاتړ کړی دی. ياد ګوند د ګوادرکاشغر تجارتي لارې له پښتون مېشتو سیمو څخه د اړولو پر ضد تېره اونۍ د دې کاربندیز اعلان کړی و چې وروسته يې يو شمېر نورو ګوندونو هم ملاتړ وکړ. عوامي نیشنل ګوند وايي، پر همدې موضوع به د روانې مياشتې پر ۱۶مه نېټه په کوټه کې ټول ګوندیزه غونډه کوي. په دې اړه نور حال له کوټې د مشال راډيو خبريال خدای نور ناصر راکوي.