“افغانستان له نړیوالو ترهګرو ډلو سره مخامخ دی”

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمرچې نن (سېشنبه) د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی وایي چې افغانستان دا مهال له نړېوالو او سیمه يیزو ترهګرو ډلو سره مخ دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمرچې نن (سېشنبه) د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی وایي چې افغانستان دا مهال له نړېوالو او سیمه يیزو ترهګرو ډلو سره مخ دی.

نوموړي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د ترهګرانو پټن ځایونه چې د افغانستان له پولو اخوا دي تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي:

″زموږه مقابله نن ورځ یوازې له یوه کورني دښمن سره نه ده بلکې زموږ جګړه د هېواد په شمال ختیځ او جنوب کې له نړېوالو او سیمه ییزو تروریستي شبکو سره ده، د دغو شبکو هدف یوازې افغانستان نه دی بلکې د دوي هدف په سیمه کې او له هېواده بهر دی.″

اتمرچې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د نه عملي کېدو او په هېواد کې د امنیتي وضیعت د خرابیدو په اړه مشرانو جرګې غونډې وایي چې امنیتي تړون په تیرو څو میاشتو کې عملی شوی او دوی ترې راضي دي.

تردې مخکې د ملي شورا غړيو ویلي چې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون وروسته په هېواد کې امنیتي وضعت خراب شوی او باید په دې برخه کې له سره کتنه وشي.