قیصه خوانۍ کې پر خدايي خدمتګارانو د انګرېزانو خونړۍ یرغل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ګنو نورو پښتون ميشتو سيمو کې د قيصه خوانۍ د شهيدانو ورځ ولمانځل شوه. د ۱۹۳۰ م کال د اپرېل پر ۲۳ مه نېټه انګريز سامراج د پېښور ښار په زړه قيصه خوانۍ کې د باچاخان او خدايي خدمتګارانو په مشرۍ د سول نافرمانۍ تحريک چلونکو بې وسلو مظاهره چيانو ډزې وکړې چې د تاريخپوه وقار علي شا په خبره قیصه خوانۍ په قصابخانه بدله شوه چې پکې په سلګونو کسان ووژل شول. له وقار علي شا صېب سره زموږ همکار اسرار عالم مومند مرکه کړې راځۍ چې په ګډه ورته غوږ شو.