د چین ولسمشر شي جینپینګ له پاکستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړلو په هدف نن «ګل ورځ» اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن او وزیراعظم نوازشریف په هوايي ډګر د چین ولسمشر ته هرکلی ووایه.
تمه ده چې د چین ولسمشر به په پاکستان کې د انرژۍ او پرمختیا د پروژو پرانسته وکړي چې شپږ څلوېښت بیلیونه ډالره لګښت به پرې راځي.
بیجینګ او اسلام اباد هیله لري چې د ګوادر بندر د چین له سینکیانګ سیمې سره د تړلو لپاره د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ »کوریډر» په نامه یوه لاره جوړه کړي.
ښايي د چین ولسمشر به له پاکستاني وزیراعظم سره د افغانستان پر حالاتو د خبرو برسېره په سینکیانګ سیمه کې د هغه اسلامي بېلتونپالو په اړه خبرې وکړي، چې چین یې په اړه په پاکستان کې له مېشتو وسله والو سره د اړیکو درلودلو ویره لري.
شي جینپینګ به په پاکستان کې دوه ورځې وي او د پارلیمان غونډې ته به هم وینا کوي.
له پاکستانۍ میډیا سره په خبرو کې د چین ولسمشر ویلي ـــ د دواړو هېوادونو تر مینځ اقتصادي مرستې د امنیت له ښه کېدو سره تړلي دي.
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختیا وزیر احسن اقبال ویلي ـــ چین به پاکستان کې د انرژۍ پروژو لپاره د ۳۴ بیلیونه ډالرو سرمایه کاري کوي.