عیسايي وګړي د قبایلي سیمو په ډومیسایل خوشاله دي

په پاکستان کې د عیسوي مېرمنو یو پخوانی عکس

د حکومت له خوا پر دې پورته شوي ګام د دې عیسايي وګړو د خوښۍ څرګندونه کړې ده او وايي چې اوس به یې په یو شمېر برخو کې شته ستونزې اسانې شي.

پېښور: د خیبر پشتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي تېره اونۍ په قبائیلي سیمو کې میشت دعیسوي مذهب وګړو ته د ډومیسائیل یانې د هغې سیمې د استوګن په حیثیت دقانوني لیک حق ورکړ.

د حکومت له خوا پر دې پورته شوي ګام د دې عیسايي وګړو د خوښۍ څرګندونه کړې ده او وايي چې اوس به یې په یو شمېر برخو کې شته ستونزې اسانې شي.

د دوی په وینا ، په ځانګړې توګه به د حکومت دا ګام له دوی سره په سرکاري نوکریو ، په سکولونو او کالجونو کې د داخلو اخیستلو پر مهال خورا مرسته وکړي.

له عیسوي مذهب سره اړه لرونکي دا وګړي وايي چې پلار – نیکه یې په کال ۱۹۱۴ کې قبایلي سیمو ته ننوتي وو.

د دوی په وینا ، د پاکستان تر جوړېدو کلونه وړاندې دې سیمې ته ورغلي خو تر اوسه یې ډومیسایل نه درلود.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډیو خبریال شاه نواز ترکزی په دې اړه رپوټ لري