رپورټونه وايي، مخپټو وسله والو په شمال ختیځې کینیا کې پر یوه پوهنتون برید کړی چې پکې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
نن (پنجشنبه) د سومالیا له پولې سره نېږدې پر ګارېسا پوهنتون کالج په برید کې ګڼ کسان ژوبل دي او د سره صلیب اداره وايي، وسله والو ((یو شمېر زده کوونکي یرغمل کړي.)) امنیتي سرتېري د پوهنتون شاوخوا ورغونډ شوي او له وسله والو سره یې سخته نښته کړې ده.
رپورټونه وايي، په پېښه کې ګڼو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو وېره ده ځکه چې وسله والو د پوهنتون لیلیې یا هاسټل په کوټو کې ناتاره ډزې وکړې.
الشباب وسله والې ډلې ویلي، دا برید یې په سومالیا کې د کینیا پوځیانو جنګېدو بدل اخیستو لپاره کړی دی.