پاکستان په لومړي ځل جنګي بې پيلوټه الوتکه جوړه کړه

پاکستان ويلي چې پخپله يې يوه داسې ډرون جوړه کړې چې توغندي پکې نصب دي. پاکستاني پوځ د جمعې په ورځ وویل چې دا بې پيلوټه الوتکه براق نومېږي او د شعاوو په مرسته یا لارښوونه هدف ویشتونکي توغندي پکې نصب دي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي چې دا بې پيلوټه الوتکه په هر ډول موسم کې ولاړ او خوځېدونکي هدفونه په نښه کولای شي.

د جنرال شریف په وینا، دا یوه لویه قومي لاسته راوړنه ده. نوموړي زیاته کړې چې له دې سره د ترهګرو پر ضد د دوی په توان کې څو چنده اضافه شوېده.

پاکستان له اوږدې مودې راهيسې له امریکا غوښتنه کوله چې د بې پيلوټه الوتکو د جوړولو لپاره دې ټکنالوجي ورکړي.